د مقاومت جبهه وايي طالبانو د دوی د یوه قومندان جسد له قبره را ایستلی او ډزې یې پرې کړي
د افغانستان د ملي مقاومت جبهې په یوه اعلامیه کې ادعا کړې چې طالبانو د دوی د جبهې د یوه قومندان جسد ته سپکاوی کړی.دې جبهې ویلي چې د طالبانو دا کار د انسانیت او شریعت ضد دی او دوی یې په کلکه غندي.دې جبهې په رسمي اعلامیه کې د پېښې جزییات نه دي بیان کړي.خو ځینو رسنیو د مقاومت جبهې په حواله راپور ورکړی چې د طالبانو ځواکونو د ظفر په نوم د یادې جبهې د یوه قومندان جسد په بغلان کې له قبره را ایستلی او بیا یې ډزې پرې کړي دي.ظفر او څو ملګري یې څو ورځې وړاندې له طالبانو سره په نښته اوښتي وو او بیا په یوه غرنۍ سیمه کې ایسار پاتې وو.د راپورونو له مخې د مقاومت جبهې دغه غړی له غره ښوویدلی وو او په کمره تر لګېدو وروسته یې ساه ورکړې.د مقاومت جبهې شاوخوا لس ورځې مخکې ادعا کړې وه چې د دوی ځواکونو د بغلان په نهرین کې د طالبانو دری ځواکونه وژلي.هغه وخت یې نه وو ویلي چې د دوی ځواکونو ته هم مرګژوبله اوښتې.طالبانو د مقاومت جبهې د یوه غړي جسد ته د سپکاوي د ادعا په تړاو څه تبصره نه ده کړې او ازادي راډیو هم په خپلواګه توګه دا پېښه نه شي تاییدولی.