د بشري حقونو فعالان وايي ایران کې تېر ۹ ورځې لږ تر لږه ۲۹ کسان وژل شوي
د ایران د بشري حقونو فعالانو ویلي په تېرو نهو ورځو کې لږ تر لږه ۲۹ کسان په مظاهرو کې وژل شوي.
هرانا د ایران د بشري حقونو د فعالانو خبري ارګان په یوه مفصل راپور کې د تېرو نهو ورځو د مرګژوبلو او نیول شویو معترضانو په اړه معلومات خپاره کړي.
د دغه ارګان د معلوماتو په اساس لږ تر لږه ۶۸ مظاهره چیان ټپيان شوي هم دي. اکثر کسان د امنیتي ځواکونو له خوا په ساچمه يي او پلاستیکي مرمیو هدف ګرځېدلي او ژوبل شوي.
په وژل شویو ۲۹ کسانو کې یواځې ۲ تنه د ایران امنیتي ځواکونه دي.
د جرمني خبري اژانس د فعالانو په حواله راپور ورکړی چې څه باندې ۱۲۰۰ لاریونوال د ایران په بیلابیلو ښارونو کې نیول شوي هم دي.
اخوا بیا د ایران د امنیتي ځواکونو یوې رسنۍ فارس ادعا کړې چې لږ تر لږه ۳۰۰ ایراني امنیتي ځواکونه (پولیس او بسیجیان) د لاریونونو د مخنیوي پر مهال ټپیان شوي هم دي.
ازادي راډیو په خپلواکه توګه په ایران کې د دغو مظاهرو د مرګژوبلو شمیرې نه شي تاییدولی خو ویره یې شته چې د مرګژوبلو شمېر تر دې لوړ وي ځکه د ازادې اروپا فردا راډیو د معلوماتو له مخې لږ تر لږه ۷۸ ښارونو ته د لاریونو لمن غځېدلې.
په ایران کې نهه ورځې مخکې د ډالرو د بیساري لوړېدو او ګرانیو په غبرګون خلک لاریونو ته ووتل.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی چې که نور لاریونوال ووژل شي نو سخته ضربه به وویني.
خو د راپورونو په اساس د ټرمپ له پرلپسې ګوتڅنډنو سره سره حکومتي ځواکونو د لاریونوالو ځپلو ته دوام ورکړی.
د ازادي راډیو د فردا څانګې د راپورونو په اساس حکومتي ځواکونه په ایلام کې ان هغه لاریونوال هم نیولي چې ټپیان وو او د درملنې لپاره روغتون ته رسول شوي وو.