د روسیې او اوکراین ترمنځ د اوربند په صورت کې فرانسه او بریټانیا اوکراین ته سوله ساتي ځواکونه استوي
د اوکرایین لویدیزو متحدینو پرون سه شنبې د (جنوري۶مه) هوکړه وکړه چې د اوکرایین او روسیې ترمنځ د اوربند په صورت کې کیف ته سوله ساتي ځواکونه استوي.
دغه هوکړه د فرانسې په پلازمینه پارس کې د اوکرایین د جګړې په اړه له دیرشو څخه د زیاتو هېوادونو له پرونۍ ناسته وروسته اعلان شوه.
د دغې هوکړې له مخې بریټانیا، فرانسه او نور اورپايي هېوادونه به له روسیې سره تر اوربند وروسته په اوکرایین د سولې د ساتې او د روسیې د احتمالي بریدونو د مخینوي په موخه به دې هېواد کې ډیر شمیر سرتیري ځای پر ځای کړي.
د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون ویلي،"دغه امنیتي تضمینونه د امریکا او اروپايي ټولنې له خوا په اوکرایین کې د اوربند د څارنې د مشرۍ په مانا ده".
ماکرون وړاندې ویلي،"د جګړې له پایته رسیدو وروسته به فرانسه څو زره سرتیري اوکرایین ته واستوي".
بل پلو، هوکړه شوې چې په پاریس کې د امریکا، اوکرایین او د اروپايي هېوادونو ترمنځ د همغږۍ یو مرکز جوړ شي.
د اوکرایین لویدیز متحدین پرون په پاریس کې د روسیې او اوکرایین ترمنځ د څلور کلنې جګړې د پایته رسیدو پر لارو چارو د خبرو په موخه راټول شوي وو.
په دې ناسته کې چې نن چهارشنبې به هم دوام وکړي، د اوکرایین په چارو کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړی استازی سټیو ویټکوف او د هغه زوم جیرید کوشنر هم ګډون لري.