ټرمپ؛ ونزویلا به امریکا ته له ۳۰ تر۵۰ بشکوو تحریمي تیل ورکړي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د ونزویلا موقت حکومت به له ۳۰ څخه تر ۵۰میلیونو بشکوو "تحریمي تیل" امریکا ته ورکړي.ټرمپ پرون سه شنبې ناوخته د (جنوري۶مه) پر خپلې ټولنیزې شبکې ټروټ کې لیکلي،"دغه تیل به د بازار په نرخ خرڅیږي او عواید به يې د امریکا په واک کې وي، څو اطمنیان ترلاسه شي چې د دغو تیلو د خرڅلاو له کبله د ونزویلا او امریکا خلکو ته ګټه رسیږي".هغه وړاندې د امریکا د انرژۍ له وزیر کریس رایت څخه غوښتي چې دغه طرحه ژر تر ژر پلي کړي.د هغه په ټکو، دغه تیل دې په کښتو کې دخیزه او مستقیما دې د امریکا بندرونو ته انتقال شي.امریکا د تیرې شنبې په ورځ پر ونزویلا برید وکړ او د دې هېواد پرزول شوی ولسمشر يې د مخدره مواد د قاچاق او ورته نورو جرایم په تور امریکا ته انتقال کړو.له دې عملیاتو وروسته ټرمپ ویلي چې هغه د ونزویلا د موقت حکومت مشري پر غاړه لري.ټرمپ له دې وړاندې ویلي و چې امریکا به په ونزویلا کې د تیلو د لویو شرکتونو او زیروبناو په جوړولو کې په میلیاردونو ډالر پانګونه وکړي.هر بشکه تیل ۱۵۹ لیتره تیل کیږي.