په ایران کې د انترنیت پرې کېدو له کبله هلته د مېشتو افغانانو او کورنیو تماسونه پرې شوي
په ایران کې د لاریونونو له امله د انټرنېټ د بشپړ د پرې کېدو نه پنځه ورځې تېریږي. په افغانستان کې یو شمیر هغه کورنۍ چې خپل خپلوان یې په ایران کې مېشت دي وایي، د خپلو عزیزانو له وضعیت نه لا هم بېخبره او له دې امله سخت اندېښمن دي.
د بامیان ولایت اوسېدونکې فرشتې، سې شنبه د جنورۍ په ۱۳مه ازادي راډیو ته وویل چې په تېرو څو ورځو کې یې له خپل ورور سره چې اوس مهال په ایران کې دی اړیکه نه ده روغه شوې:
"زما مشر ورور ایران کې دی، هغه په افغانستان کې زما د مور، ورور او خور ملاتړ کوي. تر څلورو ورځو زیات وخت کېږي چې زموږ اړیکه ورسره پرې شوې او هېڅ خبر ترې نه لرو. مور مې ډېره اندېښمنه ده، ان د شپې د ارام لپاره درمل کاروي ورور مې هره میاشت دوی ته د کور لګښت او د ژمي د سون توکو لپاره پیسې لېږلې. طبعاً اوس دا حالت ورته ډېر سخت دی."
اناهیتا، د کابل ښار اوسېدونکې، وایي ،خور یې له خپلې کورنۍ سره په ایران کې ژوند کوي چې له پنځو ورځو راهیسې یې اړیکه ورسره پرې شوې ده او د هغوی د وضعیت په اړه سخته اندېښمنه ده:
"خور مې تازه واده کړی او شپږ میاشتې کېږي چې ایران ته تللې ده. له هغه وخته چې انټرنېټ پرې شوی، موږ د هغوی له حاله هېڅ خبر نه لرو چې په کوم وضعیت کې دي. تر کومه ځایه چې موږ خبر یو، نانوایان، بازارونه او دوکانونه ټول تړلي دي او هغوی خوراکي او نورو اسانتیاوو ته هېڅ لاسرسی نه لري. د دوی دې حالت موږ ډېر اندېښمن کړي یو."
مخکې هم یو شمیر افغان کورنیو له دې امله ازادي راډیو سره په خبرو کې اندېښنه ښودلې وه.
په ایران کې له تېرو اولس ورځو راهیسي پیل شوي تاوترخجن لاریونونه لا هم روان دي.
د جنورۍ په ٨مه په دې هیواد کې په بشپړ ډول انټرنیټ پرې او وروسته د ایران حکومت په رسمي ډول د انټرنېټ پرې کېدل تایید کړل.
دا اعتراضونه په تهران کې د پیسو د انفلاسیون د زیاتوالي پر ضد پیل شول چې وروسته نورو ښارونو ته وغځیدل.
راپورونه وایي چې د دې اعتراضونو پر مهال لسګونه کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي.
په ایران کې اعتراضونو نه یوازې د افغان کډوالو اړیکې له خپلو کورنیو سره پرې کړې دي، بلکې په ایران کې مېشت ډېر افغان کډوال یې هم اندېښمن کړي دي.
هغوی د انټرنېټ له پرې کېدو مخکې ازادي راډیو ته ویلي وو چې د وېرې له امله، د ورځنیو کارونو لپاره هم له کوره نه وځي.
دغه شان یو شمېر افغان سوداګرو ازادي راډیو ته ویلي چې په ایران کې د وروستي وضعیت له امله د دوی سوداګریز مالونه د هغه هیواد په بیلابیلو بندرونو کي بند پاتې دي چې له امله یې هره ورځ له سترو مالي زیانونو سره مخ دي.
په ایران کې میشتو افغان کډوالو له دې وړاندې هم په ځانګړي ډول د ایران او اسراییلو د جګړې او د ۲۰۲۲ کال په ولسي اعتراضونو پر مهال ویلي وو چې دوی د حکومت له سختو فشارونو سره مخ شوي. خپل کارونه یې له لاسه ورکړي، او ان لومړنیو اسانتیاوو ته له لاس رسي بې برخې شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې اوس هم له ایرانه د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو لړۍ روانه ده
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د شمېرو له مخې، تېر ٢٠٢٥ میلادي کال شاوخوا ۱ اعشاریه ۸ میلیونه افغانان له ایران څخه افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.
د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو اتباعو او کډوالو د مرکز مشر نادر یار احمدي، نږدې درې اوونۍ مخکې ویلي وو چې په ایران کې د مېشتو افغانانو شمېر شاوخوا پنځه میلیونه کسانو ته رسېږي.