د اسمان یادونه؛ د ګوډي پران الوځولو لوبه پخوانۍ ده، خو کمرنګه شوې
کاغذ پران الوځول، په افغانستان، په ځانګړي ډول کابل کې ډیره پخوانۍ لوبه یا تفریح.
په وړه کچه له کوڅو او د کورونو له بامونو نیولې بیا د کابل په کمپنۍ، چمن ببرک، کارته سخي، مرنجان او بی بي مهرو غونډیو او یو شمیر نورو سیمو کې به په ځانګړي ډول په مني او ژمي کې او د جمعې په ورځو دا لوبه په ډیره لویه کچه کېده.
خو د کابل یو شمیر اوسېدونکي او د کاغذ بادونو پلورونکي وايي، نن سبا کمرنګه شوې.
د کابل د ریکاخانې سیمې یو اوسېدونکي سیدشاه ازادي راډیو ته وویل،
"سږ کال کاغذپران الوځونه نشته، اقتصادونه کمزورۍ دي، هیڅ څوک په دې فکر کې نه دي، ټول جګرخونه دي، په دې وخت کې خلک په ډېر مشکل د کور خرڅ پیدا کوي، نه کېږي، دې کارونو ته وخت، حوصله او پیسې نشته. "
په شور بازار کې د کاغذپرانونو یو شمیر جوړونکي هم دا خبره مني.
له دې ډلې کاغذ پران جوړونکي رشید ازادي راډیو ته وویل، تر ډیره هغه پخواني فروشات نشته، او په خبره یې اوس ډیری کاغذبادونه چې دوی جوړوي بهر ته ځي.
" تغیر یې کړی، فروشات کېږي، خو ټول بهر ته ځي، امریکا، کاناډا، استرالیا، جرمني، دې خواګانو ته ځي. "
د نوموړي په خبره د یو اووه پارچه کاغذ باد قیمت دا وخت تر ۱۴۰ افغانیو پورې دی او د تارونو قیمتونه ډول او اندازې ته په کتو یې فرق کوي، یو گوټ تر زرو افغانیو پورې راځي .
دی زیاتوي کوم خلک چې ورته راځي، ډیری یې وايي ګران دي نه یې شي اخیستلی.
د یادونې ده چې د جنوري میاشت په اتمه د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې ملي راډیو تلویزیون په خپله ویب پاڼه ولیکل چې، پر یو شمیر وارداتي توکو له دې ډلې په کاغذپرانونو او پتاقیو له ۱۰ څخه اتیه سلنې ته تعرفه لوړه شوې ده.
د کاغذ پران د جوړولو لپاره له ځانګړي کاغذ، تیر او بانکس څخه استفاده کېږي.
د کابل یو شمیر نور اوسېدونکو بیا ازادي راډیو سره خبرو کې د کاغذ باد الوځولو لوبې د ښه تېر په اړه هم ویلي دي.
د خیرخانې مینې اوسېدونکی ۴۳ کلن خالد وايي، اوس ټول تارونه لیلون دي، پخوا بیا د دوی د ماشومتوب پر مهال داسې تارونه وو چې شیشه کېدل به، هغه مهال اته نمبری ځنخيري تار چې انګلیسي اته نمبرې یې هم ورته ویل، د خپل وخت ښه تار و.
" چې څومره ماته په یاد شي، د تارونو نومونه وو، ځنخيري اته نمبری چې دا ډیر ښایسته تار و، بیا ساده اته نمبری و، بیا لس نمبری و، یو په کې نرۍ شانتې تار و چې ۴۰ نمبر یې ورته ویل، دغه شان کاغذپرانونه وو، درې پارچه، څلور پارچه، پنځه پارچه تر اووه پارچه پورې. "
دی زیاتوي چې د بوټانو ګڼډلو په تار هم خلکو کاغذبادونه الوځول، چې دا تار د یو بل د کاغذ باد کش کولو او ځانته کولو په موخه ډېر استفاده کېده.
د خالد په خبره، هغه مهال به چې چا پیسې نه درلودې په ځانګړي ډول ماشومانو، پلاستیک نه به یې ګودي پرانونه جوړول.
د کاغذ پرانونو، تارونو او چرخو د پیر او پلور اصلي مرکز له ډیر پخوا راهیسې د زوړ کابل د شوربازار سیمه وه، چې اوس هم ده، خو راپور کې د مرکه شویو کسانو په خبره دا مهال یې په هغه شمیر دوکانونه نه دي پاتې.
د کابل بل اوسېدونکی محمد انور چې شپیته کلن دی، په شپیتمه لمریزه لسیزه کې د دې سیمې د دوکانونو په اړه راته وویل،
"د کاغذپرانونو اصلي ځای د شوربارار کوڅه وه، هلته به یې دوکانونه وو، په هر دوکان کې به څو چوکاټ شوي عکسونه هم ځوړند وو، کله به چې له دوکاندار نه پوښتنه وشوه چې دا د چا عکس دی نو ویل به یې چې دا مې د پلار یا دا د نیکه عکس دی، نو داسې معلومېده چې دا کارونه دوی ته میراثي پاتې شوي او دا دوکانونو د دوی د پلار او نیکه په نومونو هم یادېدل."
انور د هغه مهال د کاغذ پرانونو الځولو لوبې په اړه یو جالبه خبره هم کوي وايي، دوی له چېلک اچونکو ډیر په تنګ وو، هغه چې په خبره یې تار پورې به یې ډبره تړلې وه او د دوی د کاغذپرانونه د خپلولو په موخه به یې د ګوډي پران په تار برید کوو.
کاغذپرانونه به په جنګ هم اچول کېدل، د سیال د ګوډي پران د تار پرې کولو او د هغه د کاغذ پران د ازادولو په موخه، چې بیا به ډیریو پسې منډې وهلې چې خپل یې کړي.
ګوډي پران بازي معمولاً په دوه کسانو کېږي، یو کس کاغذ پران الوځوي او بل ورته چرخه نیسي.
دا چې افغانستان ته د کاغذ پرانونو لوبه څنګه راغله، د خلکو د روایتونو له مخې د خلیفه دین محمد په نوم یو کس هندوستان ته تللی و او دا لوبه یې افغانستان ته راوړه.
د يادونې ده چې د کاعذ پران الځولو لوبې یادونه په یو مشهور افغاني فلم کې چې 'مرد ها را قول است' نومېږي او ډاکتر اکرم عثمان لیکلی دی هم شوې ده.