ټرمپ: د ناټو عسکر افغانستان کې د جګړې له لومړۍ کرښې شاته وو
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي د ناټو عسکر په افغانستان کې په لومړۍ کرښه کې نه وو.ښاغلي ټرمپ دا خبره له فاکس نیوز سره په مرکه کې کړې.هغه ویلي: «هغوی ټولو ویلي چې ډېر عسکر یې افغانستان ته لیږلي. هغوی دا کار کړی دی. [مګر] هغوی شاته وو، له لومړۍ کرښې لږ شاته»د ولسمشر ټرمپ دغو خبرو د بريټانوي سیاستوالو غبرګونونه او نیوکې پارولي.منتقدینو په افغانستان کې د بریټانیا د ۴۵۷ عسکرو د وژل کېدو خبره یاده کړې.د بریټانیا د پارلمان غړي او پخواني پوځي چې افغانستان کې یې هم د امریکا له ځانګړو ځواکونو سره ګډ خدمت کړی ویلي :«د ښاغلي ټرمپ ادعا له هغه واقعیت سره سر نه خوري چې په افغانستان کې خلکو د خدمت پر مهال تجربه کړی.»د امریکا په مشرۍ ناټو ځواکونو په افغانستان کې شاوخوا شل کلن حضور درلود.