غالۍ اوبدونکې ښځې بازارونو ته د محدود لاسرسي په خاطر له ستونزو سره مخامخ دي
د افغانستان په بېلابیلو ولایتونو کې ښځو ته د غالیو اوبدلو د ځانګړو شرکتونو یو شمیر مسؤلانې وايي، بهرنیو بازارونو ته د محدود لاسرسي او د تولید نیمګړو پروسو په ګډون ستونزې د دې لامل شوي، چې د دوی کارګران لږ او په ځنډ معاشونه ترلاسه کړي. دې مېرمنو ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، د دې ستونزې د حل لپاره باید دوی په خپلو شرکتونو کې د غالیو د تولید بشپړ تجهیزات ولري او نړیوالو بازارونو ته یې مستقیم لاسرسی برابر کړي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) هم ویلي، که څه هم ښځې په افغانستان کې د غالیو اوبدلو صنعت شاوخوا ۹۰ سلنه اداره کوي، خو ډیری یې د تولید د ځنځيري بهیر په تیته برخه کې کار کوي او کم معاش ترلاسه کوي.
د افغانستان په بېلابیلو ولایتونو کې د ښځو د غالیو اوبدلو په شرکتونو کې یو شمیر ښځینه مسولانې وايي، د مناسبو تړونونو نشتوالی، بهرنیو بازارونو ته نه لاسرسی، او د تولید نیمګړې پروسې لامل شوي چې د کارګرانو معاشونه کم وي او په ځڼد سره یې ترلاسه کړي.
په هرات ولایت کې د غالۍ اوبدلو شرکت یوې مدیرې چې په خبره یې ۷۰ ښځې ورسره کار کوي، ازادي راډیو ته وویل چې د دې دلایلو له امله دوی اړ دي یوازې د هغو شرکتونو په غوښتنه کار وکړي چې د غالیو خام مواد واردوي.
دا زیاتوي چې دا شان غوښتنې پوره کول، بیا کمه ګټه لري.
دې چې نه غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، زیاته کړه چې په دې سکتور کې کار کونکو ښځو او نجونو ته معاش د متر مربع اوبدل شوي غالۍ په بر بنست ورکوي، خو دا معاش ټیټ دی او د دوی د ژوند لومړنۍ اړتیاوې نه پوره کوي:
"هغه ښځینه غالۍ اوبدونکي چې په هرات ولایت کې کار کوي د متر مربع پر بنسټ پیسې ترلاسه کوي، کله چې موږ غواړو یوه شپږ متره غالۍ اروپایي هیوادونو ته د کارګو له لارې واستوو، هماغه پیسې اخلي چې اوبدونکي یې په شپږو میاشتو کې د ترلاسه کړي، یعنې دا چې اوبدونکي ترټولو ټیټ معاش ترټولو ټیټه ګټه او ترټولو ټیټه پیسه ترلاسه کوي."
دې زیاته کړه چې د وروستیو رسمي شمېرو له مخې، په هرات ولایت کې شاوخوا ۱۰۰۰ ښځې او نجونې د غالۍ اوبدلو په برخه کې په کار بوختې دي، چې ځینې یې په شخصي توګه او ځینې یې د ښځو لپاره د غالۍ اوبدلو شرکتونو سره کار کوي.
نوموړې زیاته کړې چې د غالۍ اوبدلو د دوړو او خاورو له امله د ماسک کارونې له سپارښتنې سربېره، کارګران د جسمي لکه د هډوکو او ملا درد، ستړیا، تنفسي ستونزو او د سترګو د کمزورۍ په څیر فزیکي ستونزو سره مخ دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) هم وايي، که څه هم ښځې په افغانستان کې د غالۍ اوبدلو صنعت شاوخوا ۹۰ سلنه اداره کوي، خو ډیری یې د تولید د ځنځيري بهیر په تیته برخه کې کار کوي او کم معاش ترلاسه کوي.
«یوناما» د «جنوري په ۱۵مه» د ښځو لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې سوزان فرګوسن په حواله په یوه خپره کړې اعلامیې کې ټینګار کړی چې له ښځو باید د غالۍ تولید په ټولو پړاونو ملاتړ وشي ځکه په خبره یې، د افغانستان د غالیو صنعت د افغان ښځو د هڅو او مهارتونو له امله دوام پیدا کړی دی.
په بیان کې زیاته شوې چې د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې، د غالیو په صنعت کې د مختلفو شریکانو له دې ډلې د سیمه ایزو سوداګریزو شریکانو سره په دې وروستیو کې د غالیو د تولید په ټولو پړاوونو کې د ښځینه اوبدونکو لپاره د فرصتونو د زیاتولو لپاره یوه ځانګړې تخصصي کارخونه جوړه کړی ده.
وړاندې راغلي چې دا کارخونه د ازبکستان د ترمز ښار په ایریتوم ازادې سوداګریزه سیمه کې بلخ سره نږدې جوړه شوې، هغه ولایت چې د یوناما په ټکو، د افغانستان ۷۰ سلنه غالۍ په کې تولېدېږي.
فریده چې په بلخ ولایت کې د غالۍ اوبدلو شرکت مشره ده، وایي چې له ۸۰ څخه زیاتې ښځې او نجونې ورسره کار کوي.
خو دې ازادي راډیو ته وویل چې له ساعتونو ستړي کار سره هم د ښځینه غالۍ اوبدونکو معاش د پخوا په پرتله کم شوی، خو بیا هم ښځینه غالۍ اوبدونکي د بې روزګارۍ له ویرې په دې کمو پیسو هم کار کوي.
"کله چې موږ سنټر ته ځو وینو چې ښځې په غالۍ څومره زحمت کاږي، د غالۍ اوبدونکو معاشونه د پخوا په پرتله یو څه ټیټ دي، خو دوی بیا هم د ژوند معشیت لپاره کار کوي ځکه چې دوی د خپلو لګښتونو د پوره کولو لپاره کار او دندو ته ډیره اړتیا لري."
دې زیاته کړه چې کارګرانو ته چې ديرې یې له زده کړو او په یو شمیر دولتي او نا دولتي ادارو کې له کاره راګرځول شوې نجونې او مېرمنې دي د بېلابیلو ستونزو له دې ډلې د شرکتونو په اداري کارونو کې د پیچلتیاوو له امله معاشونه په ځنډ سره ورکول کېږي، چې بیا د کارونو پرېښودلو ته مجبورېږي.
په بلخ ولایت کې د غالۍ اوبدلو شرکت دا چارواکې وایي چې د دې ستونزو د حل لپاره، د دوی شرکتونه باید د غالۍ تولید په بشپړ تجهیزاتو سمبال شي، نړیوالو بازارونو ته مستقیم لاسرسی ولري، او له بهر څخه د تړونونو ترلاسه کولو لپاره شرایط ورته برابر شي.
"که موږ وکړای شو چې له صفر څخه تر سل پورې ټول کارونه پخپله ترسره کړو، او هرڅه زموږ په خپل شرکت کې ترسره شي، یا موږ بهرني قراردادونه ولرو او له هیواد بهر تړونونه راکړل شي، ځکه بهرني قراردادونه دا ګټه او ځانګړتیا لري چې کله کار پای ته ورسیږي، زموږ د کار پیسې راکوي، او په دې ډول موږ کولای شو د کارکوونکي معاش ژر ورکړو، ځکه کارکوونکی ورته اړتیا لري او دا د دې لامل کېږي چې کارکوونکی اوږده موده موږ سره کار وکړي."
په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، یو شمېر نجونې او ښځې اړ شوې چې له شپږم ټولګي پورته له زده کړو او په ډېرو دولتي او نادولتي ادارو کې له کار کولو څخه تر منع کېدو وروسته، د ژوند تېرولو لپاره د غالۍ اوبدلو په ګډون ځینو مسلکونو ته مخه کړي.
ډیری دا هغه ښځې دي چې د خپلو کورنیو سرپرستانې دي او مخکې یې هم ازادي راډیو سره په خبرو کې د روغتیايي ستونزو او ټیټ معاش په اړه شکایتونه کړي وو.
د متحده ایالاتو نړیوالې پراختیا ادارې (یو اس ای ډی)، چې مخکې یې په افغانستان کې فعالیت کاوه، څه باندې یو کال مخکې ویلي وو چې په افغانستان کې د غالیو کلنی تولید له ۱۰۱ ملیون مربع مترو څخه ۳۰۳ ملیون مربع مترو ته لوړ شوی دی.
د دې ادارې په ټکو، شاوخوا ۱.۲ ملیون خلک، چې ۹۰ سلنه یې ښځې دي، په افغانستان کې د غالیو په صنعت کې کار کوي، او په دې هیواد کې د غالیو د تولید ارزښت ۳۳۰ ملیون ډالرو ته رسیدلی دی.
د افغانستان د غالیو صادرونکو ټولنې د معلوماتو له مخې، غالۍ او هم ټغرونه د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې په ځانګړې توګه په شمالي ولایتونو کې اوبدل کیږي او د نړۍ ۳۰ هیوادونو ته صادریږي.