FAO: په ختیځ کې درنو ورښتونو پرکرنې د متکي کورنیو وضعیت لا ستونزمن کړی دی
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان اې اف او ( FAO ) په افغانستان د پرلپسې بارانونو او واورو په اړه اندېښنه ښودلې ویلي، د دې هیواد په ختیځو سیمو کې یې د هغو کورنیو وضعیت لاپسې خراب کړی چې د خوړو لپاره په کرنه تکیه دي او لا له وړاندې هم د وروستیو زلزلو له امله سخت زیانمن شوي دي.
دغه سازمان سه شنبه د جنورۍ ۲۷ مه په خپله اېکس پاڼه په یو بیان کې خبرداری ورکړی چې د هوا دا ناوړه شرایط ښايي د خوړو د نا امنۍ او خوارځواکۍ ستونزې لا پسې ژورې کړي.
د دې سازمان د وړاندوینې له مخې د افغانستان په ډېرې سیمو کې به سخت اورښتونه د یوې بلې اونۍ لپاره هم دوام ولري او په ځانګړي ډول ختیځو ( ننګرهار، کونړ، لغمان، نورستان ) او سویل ختیځو ولایتونو ( خوست، پکتیکا، پکتیا ) کې به هوا لا پسې سړه شي.
اې اف او زیاته کړې چې دا وضعیت د کم لاسرسي له امله رامنځته کېدونکي خطرونه، لکه سختې یخنۍ سره مخ کېدل، د رغېدو په بهیر کې ځنډ، د خوړو نه خوندیتوب او خوارځواکي نور هم زیاتوي.
دا خبرداری داسې مهال ورکول کیږي چې له دې وړاندې د خوړو نړیوال پروګرام ډبیلو ایف پي د ژمي په موسم کې په افغانستان کې د مخ پر زیاتېدونکې لوږې په اړه اندېښنه ښودلې وه او ویلي یې وو چې د ماشومانو خوارځواکي عموما په همدې موسم تر ټولو لوړې کچې ته رسیږي.
د یادونې ده چې په وروستیو څو ورځو کې د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې سختې واورې او بارانونه روان دي چې له امله یې په ځینو سیمو کې د رسمي شمېرو له مخکې ۶۱ کسان مړه او نږدې ۱۱۰ ټپیان شوي دي.
یو شمېر افغانان وايي واوره او باران ښايي ډېرو ته رحمت وي خو دوی ته چې په سر چت نه لري زحمت دی.
د کونړ ولایت د خاص کونړ ولسوالۍ د مزار درې یوه زلزله ځپلي محمد خان ازادي راډيو ته وویل چې وروستیو اورښتونو سخت ځپلي دي: "باران ورېږي، یخني ډېره زیاته ده، خیمې مو له اوبو ډکې دي، نه په کې ماشومان خوب کولای شي، نه موږ، موږ ته باید د کورونو غم وخوړل شي."
د همدې ولایت د څوکۍ ولسوالۍ یوه زلزله ځپلي عطا الله هم ازادي راډيو ته وویل: " حکومت موږ ته خیمې راکړي دي، خو موږ د دایمې سرپناه غوښتنه کوو، تر څو موږ له دې کرنیزو ځمکو ووځو ځکه دلته سخته واوره شوې او ځمکه یې سخته لمده کړې چې له امله یې هوا ډېره یخه شوې ده، نو دلته په خیمو کې ژوند بیخي سخت شوی دی."
په ورته وخت کې د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي د واورې او بارانونو له امله د بې کارۍ او یخنۍ په ګډون له سختو ستونزو سره مخ دي.
د دې ولسوالۍ د اسلام اباد کلي یوه اوسېدونکې بشیراحمد ازادي راډيو ته وویل" واورې زیاتې ستونزې جوړي کړي دي، دلته ډېر خلک د سونګ لپاره لرګي نه لري چې خپلې خونې پرې ګرمې کړي، دغه شان هغه کسان چې ورځنی مزدوري کوي په دې ورځو کې کار نه لري، بل خوا برق نشته، ګاز هم په دې موسم کې یو کیلو ان تر ۶۰ افغانیو رسیدلي دي."
دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واک وروسته لا له وړاندې د پراخه بې وزلۍ او بې کارۍ راپورونه ورکول شوي دي.
تازه د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یونیسف ویلي افغانستان د ماشومانو د خوارځواکۍ له تر ټولو سختو ناورینونو سره مخ دی او هر کال شاوخوا ۳ عشاریه ۷ میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړېږي.
دغه صندوق سه شنبه د جنورۍ ۲۷مه په خپله اېکس پاڼه خبرداری ورکړی چې شدیده خوارځواکۍ کولای شي د ماشومانو د مړینې خطر ۱۲ چنده زیات کړي.
یونیسف د دوامداره بشري مرستو په اړتیا ټینګار کړی دی.
له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا ویلي وو چې په روان ۲۰۲۶ کال کې به په افغانستان کې له ۲۱ میلیونه ډیر افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.