د ایران په دوو ښارونو کې چاودنو یو شمېر خلکو ته مرګژوبله رسولې
د ایران په بندرعباس او اهواز کې دوه چاودنې شوي چې یو شمېر کسانو ته یې مرګژوبله اړولې ده.د هرمزګان ولایت د بیړنیو چارو د کنټرول ادارې ویلي چې شنبه په بندرعباس ښار کې په یوه هستوګنیزه ودانۍ کې چاودنې لږ تر لږه ۱ کس وژلی او ۱۴ نور یې ژوبل کړي دي.چارواکو ویلي چاودنه د ګازو د لیک کېدو له امله شوې.اخوا په اهواز کې هم چارواکو تایید کړې چې په کیانشهر سیمه کې د ګازو د چاودنې له امله لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي. د چاودنو تر راپورونو وروسته د ایران سپاه پاسداران ځواکونو د ایران د سمندري ځواک د قومندان علیرضا تنګسیري د وژنې خبره رد کړه.اسراییلي چارواکو هم ویلي چې دوی په ایران کې د شنبې ورځې په چاودنو کې لاس نه لري.دا وروستۍ څو ورځې پر ایران د امریکا د پوځي اقدام امکان د کورنیو او نړیوالو رسنیو یوه مهمه موضوع ګرځیدلې.په ګڼو رسنیو کې راغلي چې متحده ایالتونو په لویو پوځي جنګي بیړیو سربېره ګڼې جټ او تېل وړونکې الوتکې په سیمه کې ځای پر ځای کړی.د امریکا لویه پوځي جنګي الوتکې وړونکې بیړۍ یو اس اس ابراهام لینکلن هم منځني ختیځ کې لنګر اچولی.