حج کې د افغانستان ۳۰زره ونډې؛ د حج مصارف هم ۱۵زره افغانۍ کم شوي
د راتلونکي ۱۴۰۵ کال د حج لپاره افغانستان ته د دېرشو زرو کسانو ونډه ورکړل شوې ده.دا خبره د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزیر نورمحمد ثاقب د شنبې په ورځ کابل کې یوه خبري کنفرانس ته کړې ده.د ښاغلي ثاقب په خبره سږ کال به هر افغان زیارت کوونکی ۲۶۶ زره او ۴۰۰ افغانۍ فیس ورکوي چې دا اندازه پیسې د تېرې دورې په مقایسه څه باندې ۱۵ نیم زره افغانۍ کمې دي.د طالبانو دغه لوړپوړي چارواکي وویل چې سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو د انتقال لپاره واردمخه له آریانا او کام ایر هوایي شرکتونو سره تړونونه لاسلیک شوي.تمه ده د حج مراسم په څه کم څلورو نورو میاشتو کې ترسره شي.