د افغانستان ډیرې برخو کې د غیر معمول ګرمې هوا اټکل شوی دی
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) وايي چې د افغانستان په ډیری برخو کې د ۱ څخه تر ۵ درجو سانتي ګراد پورې دغیر معمولې تودوخې اټکل شوی.
دغې ادارې وویل په دې سره کیدای شي د یخنۍ خطر کم اود ژمي کروندې بهترې شي او ورشوګانو ته لاسرسی اسانه شي، خو د واورې په چټک ویلې کیدو او د ذخیرو په کمیدو به یې د فصل په پاې کې د خاورې رطوبت او د اوبو شتون محدود شي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) د چهارشنبې په ورځ (د جنوري ۴) په خپله ایکسپاڼه داهم ولیکل چې د تودوخې ترڅنګ د اوسط څخه اوچت باران کولی شي دافغانستان په لویدیځ کې د للمي کروندو او څړځایونو وده بهتره کړي، مګر دسیندونو د اوبود سطحې د لوړیدو اود سیلابونو خطر به زیات کړي.
د (FAO) په وینا، تحلیلونه ښیې چې د افغانستان په لویدیځ او مرکزي لوړو برخو کې د نورمال څخه اوچته مرطوبه هوا شتون لري، او د افغانستان ختیځ، سویل ختیځ او شمال ختیځ ولایتونه به د اوسط څخه د کمې وریا له کبله نسبتا وچ پاتې شي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ډیری سیمو کې پدې وروستیو کې درنې واورې او بارانونه وشول چې دپام وړ ځاني او مالي زیانونه یې واړول.