عباس عراقچي: "یوه عادلانه تړون ته د رسیدو لپاره له ریښتینو نظریاتو سره په جینوا کې دی"
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچې نن د سویس په جینوا کې د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې له عمومي رئیس رافایل ګروسي سره خبرې وکړې.
رافائل ګروسي له دې کتنې وروسته په خپله ایکسپاڼه کې په یوه بیان کې ولیکل: "د هغو مهمو مذاکراتو په درشل کې چې سبا په جینوا کې ترسره کېږي، ما همدا اوس د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره مفصلې او هر اړخیزې تخنیکي خبرې پای ته ورسولې."
هغه په دې اړه نور جزیات ورنه کړل. ایراني لوري هم د دغو خبرو په اړه څه ندي ویلي.
د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې له میاشتو راهیسې غوښتنه کړې چې ایران دې د دې هیواد پراټومي تاسیساتو د امریکا او اسراییل له برید وروسته د هغو ۴۴۰ کیلوګرامه په لوړه کچه غني شویو یورانیمو په اړه معلومات ورکړي چې ورسره څه وشول. دې ادارې همدارنګه غوښتنه کړې چې تهران د دې ادارې څارونکو ته اجازه ورکړي له اټومي تاسیساتو څخه یې څارنه بیرته پیل کړي. د اټومي انرژۍ نړیواله اداره غواړي چې څارونکو یې د نتنز، فردو او اصفهان له اټومي تاسیساتو چې د تیرکال په جون میاشت کې پرې بمونه واچول شول، څارنه بیرته پیل کړي.
عباس عراقچي له امریکا سره د خبرو د بل پړاو د ترسره کولو لپاره سویس ته تللی او ټاکل شوې چې د سې شنبې په ورځ د عمان په منځګړیتوب د امریکا د ولسمشرله ځانګړو استازو، سټیو ویتکاف او جرد کوشنرسره خبرې وکړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت چارواکو ویلي چې خبرې به په غیرمستقیم ډول او په سویس کې د عمان په سفارت کې ترسره شي.
عباس عراقچي تر دې وړاندې په ایکسپاڼه کې په یوه بیان کې لیکلي و چې دی "یوه عادلانه او منصفانه تړون ته د رسېدو لپاره له واقعي نظریاتو سره" په جینوا کې دی او زیاته کړې ده چې "هغه څه چې د میز پر سر نه دي: د ګواښونو پر وړاندې تسلیمېدل دي."
د فارس خبري آژانس د راپورله مځې په اقتصادي چارو کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال حمید قنبري، ویلي چې تهران له متحده ایالاتو سره د داسې تړون په لټه کې دی چې له اقتصادي پلوه یې ګټې دواړو هېوادونو ته ورسیږي. نوموړي په ځانګړې توګه هوایي چلند، د کانونو استخراج او د تیلو او ګازو سکټورونو د دواړو لورو ګټورې برخې وبللې.
د هغه په حواله ویل شوي: "د دې لپاره چې تړون عملي او پایدار وي، اړینه ده چې متحده ایالات هم وکولای شي له هغو برخو ګټه پورته کړي چې په چټکۍ پیاوړې اقتصادي وده کوي."
په داسې حال کې چې واشنګټن غواړي چې په خبرو کې له اټومي موضوع ورهاخوا د ایران د توغندیو وړتیاوې را ونغاړي خو تهران وایي یوازې د خپل اټومي پروګرام په اړه خبرو ته لیواله دی چې د محدودولو په بدل کې یې پردې هیواد لګول شوي بندیزونه لیرې شي خو دا هم نه مني چې د یورانیمو غني کول صفر ته راکم کړي.
د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرو لومړی پړاو د تهران په وړاندې د ټرمپ د پوځي اقدام له ګواښ سره مل وو.
ولسمشرټرمپ د تیرې جمعې په ورځ وویل، په ایران کې د رژیم بدلون به "ترټولوغوره څه وي چې پیښیدای شي." ټرمپ د پوځي فشارد زیاتولو لپاره منځني ختیځ ته دوهمه الوتکه وړونکې بېړۍ هم واستوله.
ټرمپ دا څرګندونې داسې مهال وکړې چې د اوونۍ په پای کې د ایران د مذهبي مشرانو پر ضد لاریونونه له ایران نه بهر، د امریکا په ګډون، د څو هیوادونو په ښارونو کې ترسره شول. ایرانیانو هم د هېواد دننه د تېرې میاشتې د اعتراضونو پر ضد له خونړي ځپنې سره سره د حکومت ضد غږونه اوچت کړل. دوی د خپلو کړکیو له لارې د چارواکو پر ضد شعارونه ورکړل.
د ایران او امریکاترمنځ د خبرو لومړی پړاو د فبرورۍ میاشتې په ۶ د عمان په پلازمینه مسقط کې ترسره شوه خو دوهم پړاو یې د سویس په جینوا کې ترسره کیږي.
سویس د تهران - واشنګټن په ډیپلوماسۍ کې مهم رول لوبولی دی او له هغه وخت راهیسې چې په ایران کې له اسلامي انقلاب وروسته واشنګټن د ۱۹۸۰م کال د یرغمل نیونې له کړکېچ وروسته، له ایران سره اړیکې پرې کړې، سویس په ایران کې د امریکا د ګټو استازیتوب کوي.