اف- اې - او : د افغانستان په جنوب او لویدیځ کې د سیلابونو خبرداری ورکړ
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان FAO خبرداری ورکړی چې د افغانستان په لوېدیځو او جنوبي سیمو کې درانه اورښتونه او د موسم خلاف تودوخه ښايي د سېلابونو خطر زیات کړي.
دغه سازمان تازه په خپله اېکس پاڼه په خپور کړي خبرداری کي ویلي، د روانې فبرورۍ له ۱۶ مې تر ۲۲ مې پورې دا خطر موجود دی.