احترام که له هویته انکار؛ ولې یو شمیر افغان نارینه د خپلو ښځو د نومونو په اخیستو شرم کوي؟
د افغانستان په یو شمیر سیمو کې د ښځو د نومونه اخیستل رواج نه دي او پر ځای یې له کورنیو تړاونو استفاده کېږي، دا کار که څه هم درناوی ګڼل کېږي خو یو شمیر ښځې او نجونې وايي، د فردي هویت د رسما پېژندلو په برخه کې محدودیت هم رامنځته کولای شي.
د کابل یوې اوسیدونکې صفیې په دې اړه ازادي راډیو ته وویل،
"کله چې یوه نجلۍ او هلک واده کوي، هلک حیران وي چې خپلې مېرمنې ته په څه نامه غږ وکړي، ځکه هغه لا ماشومداره شوې نه وي چې د ماشومانو د مور په نوم ورته غږ وکړي او که یې خپل نوم واخلي د هلک د کورنۍ لخوا ورسره یو ډول تند چلند کېږي، زه چې ډېری وخت ورسره مخ شوې یم، «هی» ورته وایي، مېرمن یا ګرانې ویل یا دا چې خپلې مېرمنې ته د کورنۍ مخکې په احترام غږ وکړي، د خاوند په باور یې، یو ډول شرم دی."
د هرات ولایت اوسېدونکې مرسل هم خپله ورته تجربه شریکوي.
"په خپلو کورنیو کې مې لیدلي چې مثلا د کاکا، ماما او عمه زامن مې خپلو مېرمنو ته د ماشومانو مور په نوم غږ کوي، مثلاً وایي (د تمیم مورې) ځینې نارینه وایي ماشومان مې، ان نه وایي چې مېرمن مې یا د ماشومان مور مې، له دې ستونزې سره مخ یو، خو ډېری لوستي او روڼ اندي خلک خپلې مېرمن ته په نامه غږ کوي."
خو یو شمیر خلک دا چلند د ټولنیزو دودونو یوه برخه ګڼي وايي، موخه یې د ښځو بې احترامي نه ده، بلکې د دودونو ساتنه او د ټولنیزو حساسیتونو مخنیوی دی.
په سمنګان ولایت کې د یو روغتون کارکوونکې طغیان که څه هم د ښځو نوم نه اخیستل موجه نه ګڼي، خو وايي چې دا مسله د افغانستان په ډیری برخو کې عامه ده او یو منل شوی ټولنیز چلند ګڼل کیږي.
"زموږ په ټولنه کې د دې لپاره چې خلک مذهبي او سنتي دي، معمولاً خپلو مېرمنو ته د ماشومانو د مور په نوم غږ کوي یا یې د زوی نوم ورته اخلي، مثلاً زه خپله چې زوی مې مصور نومېږي، خاوند مې راته د مصور مورې په نوم غږ کوي، په روغتون کې چې د مېرمنو نومونه یې پوښتو هغوی شرمېږي او نه یې وایي، څو نارینه چې ان مېرمنې یې مونږ پېژندلې هم، د خپلو مېرمنو نومونه یې راته ناسم ویل او اصلي نومونه یې نه اخیستل، دا سم کلتور دی."
د ښځو د حقونو یو شمیر فعالانې په دې باور دي چې دا دود د ښځو هویت او حیثیت کمزوری او جنسیتي تبعیض پیاوړی کوي.
د دې فعالانو له ډلې ناهيد مسعودي ازادي راډیو ته وویل چې د دې کلتور اصلاح باید له کور او کورنۍ څخه پیل شي او د زده کړې، رسنیز پوهاوي و او د نارینه وو د باورونو له بدلولو سره مل وي.
"په ډېریو سیمو کې یوازې د نکاح مراسمو کې د ښځې نوم یادېږي، او په نورو مواردو کې د ښځو له نوم اخیستلو ډډه کوي، دا باید دوام ونه مومي او د افغانستان هره ښځه او نجلۍ باید په خپل نامه یاده شي څو اصلي هویت یې چې هغه یې نوم دی، له ټولنې او عمومي فضا لرې نه شي، لومړی موږ باید دا کار له خپل ځانه، خپلې کورنۍ او د هغو باورونو پر وړاندې پیل کړو چې ښځه د یو خپلواک شخصیت په توګه نه پېژني."
ځینې منتقادان وايي چې دا چلند نه یوازې په ورځنیو تعاملاتو کې، بلکې د واده په ډیری کارتونو او د جنازې په اعلانونو کې هم لیدل کیږي، داسې چې د ناوې د نوم پر ځای د پیغلې کلمه له تخلص سره یې لیکي او د جنازې یا فاتحې په اعلانونو کې هم د مړې شوې ښځې یا له مړ شوې کس د کورنۍ د ښځینه غړو نومونه نه اخیستل کېږي.
د دوی په اند، دا چلند د ژوند په مهمو مواردو کې له واده تر مړینې د ښځو انفرادي هویت له پامه غورځوي.
له دې سره یو شمیر دیني عالمان ټینګار کوي چې ټولنیز دودونه د بیاکتنې وړ دي او له اسلامي لیدلوري، د انساني کرامت درناوی دا ایجابوي چې د ښځو نومونه، لکه د نارینه وو په شان په ټولنې او رسمي اړیکو کې په ښکاره ډول وویل شي او ولیکل شي.
د دې عالمانو له ډلې فضل الهادي وزین وایي په اسلام کې د ښځو نوم اخیستل هېڅ شرعي ممانعت نه لري.
" د ښځې، نجلۍ، لور، مور او مېرمنې نوم اخیستل نه یوازې دا چې په اسلام کې عیب نه دی بلکې مطلوب هم دی او مسلمان یې باید عملي کړي هغه که په ویلو کې وي که لیکو کې، دا چې د ښځې نوم عیب وي یا یو ډول شرم وګڼل شي دا د جاهلیت عادات او ناسم رواج دی، اړتیا ده چې د علم خاوندان او عالمان په دې برخه کې پام وکړي چې نوم باید واخیستل شي."
د دیني عالمان د ټینګار تر څنګ، دا بحث په افغانستان کې تاریخي مخینه هم لري.
شاوخوا نهه کاله وړاندې، په ټولنیزو رسنیو کې "زما نوم چیرته دی؟" په نوم یو کمپاین پیل شو او یو شمیر سیاسي او مدني فعالانو، هنرمندانو او د ټولنیزو رسنیو کاروونکو یې ملاتړ وکړ او د خپلو میندو، میرمنو، خویندو او لوڼو نومونه یې پر ټولنیزو رسنیو خپاره کړل.
د دې هڅو په دوام کې، د افغانستان د تېر جمهوري نظام د کابینې د قوانینو کمیټې هم په تدکرو کې د مور نوم د شاملولو طرحه وړاندې کړې وه.
خو له سیاسي بدلون او واک ته د طالبانو له راستنیدو وروسته، دا بحث په عملي توګه ودرول شو، او د ټولنې په ډیری برخو کې د ښځو نوم نه اخیستل کېږي.