بنیټ: د مرستو کمېدو او محدودیتونو روغتیايي خدمتونو ته د افغان ښځو لاسرسی کمزوری کړی
د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنېټ خبرداری ورکړی چې پراخ محدودیتونه او د نړیوالو مرستو ناڅاپي کمښت اساسي روغتیايي خدمتونو ته د افغان ښځو لاسرسی سخت کمزوری کړی او د هیواد له وړاندې نازک روغتیايي نظام ته یې لا زیات زیان رسولی دی.
ریچارډ بنېټ، چې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی دی، ټاکل شوې د ښځو او نجونو د روغتیا حق په اړه نن (پنجشنبې) نوی راپور په جنیوا کې د ملګرو ملتو د بشري حقونو شورا ۶۱مې غونډې ته وړاندې کړي.
بنېټ وویل چې د افغانستان روغتیايي سیستم د جګړو، بېوزلۍ او پر بنسټیزو تاسیساتو د کمې پانګونې له امله له کلونو راهیسې کمزوری پاتې شوی؛ خو هغه ټینګار وکړ چې اوسنيو محدودیتونو د ښځو او نجونو لپاره د روغتیايي خدمتونو لاسرسی په بېساري ډول خراب کړی دی.
د هغه په وینا، د دې کړکېچ درې اصلي عوامل دي: د روغتیايي نظام جوړښتي کمزوري، د طالبانو له خوا لګېدلي محدودوونکي سیاستونه، او د نړیوالو مرستو شدید کمښت.
بنېټ وویل چې د بودجې د کمېدو له امله تر ۴۰۰ ډېر روغتیايي کلینیکونه تړل شوي، او د کاري ساعتونو او د کارکوونکو شمېر—په ځانګړي ډول د ښځینه ډاکټرانو، نرسانو او قابلو—په څرګند ډول راکم شوی دی.