د پاکستان او طالبانو د نښتو دوام؛ تر دې دمه ۱۲۴ افغان ملکیانو ته مرګژوبله اوښتې
په افغانستان کې د طالبانو او پاکستان حکومت ترمنځ نښتې لا هم روانې دي.
د طالبانو حکومت وايي، تېره شپه بیا هم د ننګرهار په ګډون په خوست او کندهار کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې سختې نښتې شوي او ملکیانو ته مرګ، ژوبله اوښتې ده.
له دې سره په تېرو نږدې اته ورځو کې په افغانستان کې د پاکستان د هوايي او ځمکنیو حملو له امله د رسمي شمېرو له مخې د ولسي مرګ ژوبلې شمېر ۱۲۴ تنو ته ورسېده.