عزیز تبسم وايي په فلمونو پسې له کوره تښتېدلی وو
عزیز تبسم وايي، مخکې تر دې چې په پاکستان کې د جوړ شوي لومړي پښتو فلم یوسف خان شېربانو ډایرکشن وکړي، په کراچۍ کې یې د اردو فلمونو په جوړولو کې د مرستیال هدایتکار په توګه کار کړی وو. یوسف خان شېربانو د ۱۹۷۰ کال په ډېسېمبر کې سېنېما ته وړاندې شو. د دغه فلم هدایتکار عزیز تبسم، لیکوال علي حیدر جوشي او په مهمو ستورو کې یې بدرمنیر، یاسمین خان او نعمت سرحدي شامل ول.
عزیز تبسم د فبرورۍ پر ۲۷مه مشال راډیو ته په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې په لندن کې یې په رایل اکېډمۍ کې تر څو کلونو پورې د هدایتکارۍ زده کړې هم کړې دي. هغه وايي ټول ټال یې ۴۰ فلمونه جوړ کړي دي او ۲۰ کاله یې فلمي صنعت ته ورکړې دي. د نوموړي په وینا پخواني پښتو فلمونه د پښتنو له کلتور سره سم جوړېدل خو اوسني پښتو فلمونه هغسې نه دي.
عزیز تبسم چې دا مهال په امریکا کې ژوند کوي، په دې وروستیو کې پېښور ته ستون شوی وو. هلته ورسره د مشال راډیو خبریال مرکه کړې ده.