بریتانیا د افغانستان په ګډون د څلورو هیوادونو اتباعو ته د زده کړو پر ویزو بندیز ولګاوه
د برېتانیا حکومت د سې شنبې په ورځ د مارچ په ۳مه اعلان وکړ چې له دې وروسته به د افغانستان، کامرون، میانمار او سوډان اتباعو ته د زده کړو وېزې ورکول بند کړي او افغانانو ته به د کار وېزې هم ودرول شي. دا پرېکړه د پناه غوښتونکو پر وړاندې د بریتانیا د حکومت د سخت دریځۍ د سیاستونو د یوې برخې په توګه شوې ده.
د کورنیو چارو وزارت وویل چې له دغو هېوادونو څخه د محصلینو له خوا د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه ډېر زیات شوي او له ۲۰۲۱ کال راهیسې نږدې ۱۳۵زره پناه غوښتونکي له قانوني لارو بریتانیا ته داخل شوي دي. د کورنیو چارو وزیرې شبانه محمود په یوه اعلامیه کې وویل: "برېتانیا به تل هغو خلکو ته پناه ورکړي چې له جګړې او ځورونې تښتي، خو زموږ د وېزو له سیستم څخه باید ناوړه ګټه وانخیستل شي."هغې زیاته کړه: "له همدې امله زه دا بې سارې پریکړه کوم چې پرهغو اتباعووېزې ودروم چې غواړي زموږ له سخاوت څخه ناوړه استفاده وکړي."
د کورنیو چارو وزارت وویل چې د افغانستان په ګډون د دغو څلورو هیوادونو د محصلینو له خوا د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ له څه باندې ۴۷۰ سلنه زیات شوي او زیاته کړې یې ده چې که څه هم حکومت د ۲۰۲۵ کال په اوږدو کې د محصلینو له خوا شل سلنه پناه غوښتنلیکونه ردکړي خو لا هم نورو اقداماتو ته اړتیا ده، ځکه هغه کسان چې د زده کړو په وېزو بریتانیا ته راځي، لا هم د ټول سیسټم د پناه غوښتنو ۱۳ سلنه جوړوي.