د ۲۰ اووره کرکټ نړیوال جام: کوربه هند او انګلستان نن نیمه پایلوبه لري
د هند او انګلستان (انګلینډ) د کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰ اووره نړیوال جام په دویمه نیمه پایلوبه کې یو بل ته مخامخېږي.د هند د ممبۍ د وانکېډې په لوبغالي کې د مارچ پینځمې سیالي د پېښور پر وخت د ماښام پر شپږ نیمو او د کابل پر اووه بجو پیلېږي.
تر دې یوه ورځ مخکې نیو زیلینډ په لومړۍ نیمه پایلوبه کې جنوبي افریقا ته په نهو وېکټو په ماتې ورکولو پایلوبې ته لاره ومونده.
په کلکته کې د سیالۍ پچه نیو زیلینډ وګټله او لومړی یې ډګرساتنه (فیلډنګ) او توپ اچونه (بالېنګ) غوره کړل.
د جنوبي افریقا لوبډلې په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې د اتو وېکټو په زیان ۱۶۸ منډې وکړې. مارکو ینسن ۵۵، ډېوالډ برېوېس ۳۴ او ټرېسټن سټبز ۲۹ منډې وکړې. د نیو زیلینډ کول مککانچي، رچین روېندرا او میټ هنري دوه، دوه وېکټې واخیستې.
په ځواب کې نیو زیلینډ ټاکلی هدف په ۱۳م اوور کې د یو لوبغاړي په زیان پوره کړ. فېن ایل په ۳۳ بالونو د ۲۰ اووره نړیوال کرکټ تر ټولو چټکه سلیزه پوره کړه او د سیالۍ غوره لوبغاړی شو. له دې پرته ټېم سایفرټ ۵۸ منډې وکړې.
د کرکټ ۲۰ اووره نړیوال جام سیالۍ د فبرورۍ پر اوومه د هند او سري لنکا په کوربه توب پیل شوې وې چې پکې د افغانستان او پاکستان په ګډون ۲۰ لوبډلو برخه واخیسته.
له هغو څخه یې د پاکستان په ګډون اته غوره لوبډلې دویم پړاو ته ووتې او د اسټرالیا او افغانستان په څېر لوبډلې ورڅخه پاتې شوې.
د غوره اته لوبډلو په پړاو کې پاکستان، زېمبابوې، وېسټ انډیز او سري لنکا د سیاليو بایللو او کمو نومرو (پواینټونو) اخیستو له وجې له نیمه پایلوبو پاتې شوې.
ټاکل شوې چې د نړیوال جام پایلوبه د مارچ پر اتمه وشي.