طالبان؛ د پاکستان په تازه بریدونو کې درې کسان وژل شوي
د طالبانو د حکومت ویاند وايي،"د پاکستاني ځواکونو په تازه بریدونو کې درې کسان وژل شوي دي".
حمدالله فطرت نن چهارشنبې د (مارچ ۱۲مه) د افغانستان کورنیو رسنیو په یو غږیز پیغام کې ویلي،" په تیرو ۲۴ساعتونو کې پر پکتیا، پکتیکا، نورستان او خوست ولایتونو د پاکستاني ځواکونو په بریدونو کې درې کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي".
د هغه په ټکو، " د هاوانونو او توپونو په بریدونو کې خلکو ته پراخ مالي زیانونه هم رسیدلي دي".
نژدې دوه اونۍ کیږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړه روانه دی.
طالبان وايي،"پاکستاني ځواکونه ملکیان په نښه کوي"، خو پاکستان ادعا لري چې طالب ځواکونو ته يې مرګژوبله اړولې ده.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړه وروسته له هغې پیل شوه چې پاکستاني ځواکونو د فبرورۍ په ۲۱مه د ننګرهار پر بهسودو ولسوالۍ بریدونه وکړل چې د یوې کورنۍ اتلس غړي په کې ووژل شول.
د دغې جګړې له پیل راهیسې د افغانستان په خیتځ او یو شمیر نورو سرحدي سیمو کې د ملکیانو له مرګژوبلې سربیره په زرهاوو کسان د خپلو مېنو پریښودو ته اړ شوي دي.