Добавить новость
World News in Pashto



Новости сегодня на DirectAdvert

Новости сегодня от Adwile

د طالبانو په نژدې پنځه کلنه واکمنۍ افغانو ښځو او نجونو تر کومو محدودیتونو لاندې ژوند کړی؟

د بشري حقونو هدیره، هغه نوم چې تازه په ملګرو ملتونو کې د بشري حقونو د شورا کمېشنر فولکر تورک افغانستان ته ورکړ.

خو ولې؟ افغانستان د نړۍ په هغه یوازیني هېواد بدل شوي چې واکمنانو يې نجونې له تعلیمه او ښځې له کار راګرځولي دي.

طالبانو د ۲۰۲۶کال پیل پر افغانو ښځو په بندیزونو سره وکړ.

د طالبانو د نوي قانون ۳۲ماده د ښځو په اړه وايي، "که یو میړه خپله ښځه په ضرب فاحش (کسر، زخم او یا په بدن کې شینوالی ښکاره شي) سره ووهي، او ښځه دعوی د قاضي پر وړاندې ثابته کړي، میړه مجرم دی، قاضي دې په پنځلس ورځو حبس محکوم کړي ".

د همدې قانون په ۳۴مه ماده کې راغلي، "که یوه ښځې له کوم شرعی دلیل پرته د خاوند له اجازې بغیر د پلار یا نورو خپلوانو کور ته څو ځله ولاړه او هلته پاته شي، د خاوند د غوښتنې او قاضي له حکم سره سره هم ستنه نه شې، نو ښځه او هغه کس چې مخنیوی یې کړی، دواړه مجرم ګڼل کېږي او هر یو په درې میاشتو بند محکومېږي".

د بشري حقونو نړیوال سازمانونه وايي، طالبانو په دې قانون کې نه یوازې د ښځو پر وړاندې د تاواتریخوالی مخنیوی نه دی کړی، بلکې لا يې نارینه وو ته واک ورکړی چې ښځې وځپي.

د طالبانو دغه نوی قانون چې د جزايي محاکمو د اصولنامې په نوم یادیږي د مرغومي په پنځلسمه په درې بابونو، لس فصلونو او ۱۱۳مادو کې تصویب او توشیح شو.

۲۰۲۵کال او د طالبانو له خوا پر بندیزونه؛

تیر۲۰۲۵ که څه د افغان ښځو لپاره له لاسه راوړنو ډک کال وو، خو په افغانستان کې پر ښځو د پخوا پرتله بندیزونه سخت شوي او د روغتیا په برخه کې تر ډیره تاوان افغان ښځو ته رسیدلی وو.

یوناما په یو راپور کې ویلي،"په ۲۰۲۵کال کې طالبانو پر ښځو لګول شوي بندیزونه د پخوا پرتله سخت کړيدي".

د یوناما په ټکو،" دښکلا هغه سالونونه چې د ښځو له‌خوا په کورونو کې چلیدل تړل شوي او په یو شمېر ولایتونو کې د ښځو راډیوګانې هم بندې شوې دي".

یوناما وايي، روغتونونو ته سپارښتنې شوې وې چې ښځې باید له محرم پرته له روغتیايي چوپړتیاوو محرومې شي.

له دې سربیره ښځې په ټول افغانستان کې هر ډول رواني او روحي روغتیايي خدمتونو ته له لاسرسي محرومې شوي دي.

د افغانو ښځو لاسته راوړنې؛

خو د طالبانو د بندیزونو سربیره دغه کال کې د افغان ښځو لپاره له لاسته راوړنو ډک وو.

د جرمونو نړیوالې محکمې (ای سي سي) د ۲۰۲۵کال د جولای په ۸مه د طالبانو د لوی مشر ملا هبیت الله اخندزاده د نیولو حکم وکړ.

د محکمې په دې حکم کې د هبیت الله سربیره یو شمیر نور طالبان چارواکي هم شامل وو.

د همدې کال د اکټوبر له ۸ تر لسمې نیټې د هسپانیا په مادرید ښار کې د افغان ښځو لپاره ولسي محکمه جوړه شوه.

په محکمه د طالبانو د بندیزونو سربیره د هغوو ښځو شهاداتونه هم واوریدل شول چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا زنداني شوې وې.

د محکمې پریکړه د همدې کال د ډیمسبر په ۱۱مه اعلان شوه.

په حکم کې د طالبانو د حکومت چارواکي او مشران د "د بشریت ضد جنایتونو، د جنسیت پر بنسټ ځورونې او د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د یو شمیر نور غیرانساني اعمال" په اړه مسوول بلل شوي وو".

د دې محکمې قاضیانو له نړیوالو غوښتي وو چې طالبان دې اړ کړي څو په افغانستان کې "د جنسیت پر بنسټ سیستماتیک عادي کول پای ته ورسوي".

دغه محکمه چې سمبولیک جوړښت لري په تعبید کې د څلورو افغاني مدني او حقوني بنسټونو په نوښت د روم میشتې دایمي ولسمي محکمې په مرسته جوړه شوې وه.

که لږ څه نور هم شاته لاړ شو او ۲۰۲۴کال ته کتنه وکړ، دا هغه کال و چې طالبانو په کې د افغان ښځو غږ او مخ عورت وګڼه.

۲۰۲۴کال او د طالبانو بندیزونه

دغې ډلې د ۲۰۲۴کال په اګست میاشت کې د امربالمعروف او نهی النمکر په نوم یو قانون په څلورو فصلونو او ۳۵مادو کې خپور او نافذ کړ.

د دغه قانون په ۱۳ماده کې راغلي،"لازمي ده چې د فتنې د مخنیوي په موخه ښځې د ټول بدن سربیره مخ پټ کړي او په عامه ځایونو کې ښځې اجازه نه لري چې په لوړ غږ سندرې، نعتونه او قرات وکړي".

د دغې مادې له مخې، "د ښځو غږ او مخ عورت بلل شوی دی".

په قانون کې د نورو بندیزونو سربیره د امربالمعروف وزارت محتسبینو ته واک ورکړل شوی چې کولی د دوی په ټکو "بې حجابه" هغه ښځې چې مخ يې پټ نه وي، هر ځای ودروي او سزاوې ورکړي.

د همدې کال د اپریل میاشتې په ۱۹نیټه د کابل په ګډون په ټولو ولایتونو کې علمي مرکزونو او کورسونو ته د نجونو پر تګ هم بندیز ولګول شو، په دولتي ادارو کې د یو شمیر پاتو محدودو ښځو معاشونه راکم شول، همدارنګه له دې ښځو وغوښتل شول چې پر خپل ځای یو نارینه دندې ته ورولیږي.

د ۲۰۲۴کال د ډیمسبر په ۲مه طالبانو په روغتیايي انیستیټونو کې د نجونو زده کړې بند کړې او د همدې میاشتې په ۱۶مه يې د ایکزیټ ایکزیم اخیستل هم د نجونو لپاره بند شول.

۲۰۲۳کال او د طالبانو له خوا پر افغان ښځو بندیزونه

طالبانو ۲۰۲۳کال له زده کړو د معلولو نجونو په محرولو سره پیل کړ.

دا پریکړه د جنوري په دریمه وشوه. درې میاشتې وروسته د اپریل په څلورمه د ملګرو ملتونو په ټولو ادارو کې د ښځو په کار بندیز ولګول شو.

په دغو ادارو کې د ښځو پر کار د بندیز سره په زرهاوو ښځې بېکاره شوې، خو ورپسې بل فرمان د جولای په ۴مه صادر شو چې له مخې يې د پلازمینې کابل په ګډون د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د ښځو پر سینګارتونو بندیز ولګول شو.

دا بندیز د افغان ښځو لپاره په اقتصادي لحاظ یو لوی ګوزار و.

د اکسټ په ۲۵مه پارکونو او عمومي ځایونو ته د ښځو پر تګ منعه شو.

که یو څه نور په وخت کې شاته لاړ شو، او هغه کال ته وروګرځو چې طالبان په کې واک ته ورسیدل.

۲۰۲۲ او ۲۰۲۱کالونه او د طالبانو بندیزونه

۲۰۲۱کال، ښايي د ډیرو افغانانو لپاره دا کال نه هیریدونکی وي، خو د همدې کال د سپټمبر۱۸مه هغه ورځ ده چې په کې له شپږم ټولګیو پورته نجونې له زده کړو محرومې شوې.

نژدې ۱۷۰۰ ورځې کیږي چې له درې میلیونو ډيرې افغانې نجونې ښوونځیو ته نه ځي.

نړیوالې ټولنې خبرداری ورکړی که دا محدود دوام وکړي تر ۲۰۳کال پورې به د هغو نجونو شمېر څلور میلیونو ته ورسېږي چې له شپږم ټولګي پورته له زدکړو بې برخې کېږي.

که څه هم په تیرو څه باندې څلورو کلونو کې یو شمیر افغان نجونو انلاین زده کړو ته مخه کړې د دغو نجونو په ټکو، " اقتصادي ستونزې او کمروز انترنیټ د انلاین زده کړو چاره سخته کړې ده".

له ښوونځیو وراخوا طالبانو د ۲۰۲۲کال د ډیسمبر په میاشت کې نجونې له پوهنتوني زده کړو هم منعه کړې.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې له زده کړو او کار د ښځو راګرځول د نجونو د راتلونکې سربیره د افغانستان راتلونکی او پرمختګ ګواښي.

که څه هم نړیوال او اسلامي هېوادونو په ځلونو پر طالبانو غږ کړی چې د زده کړو په ګډون پر افغانو ښځو لګول شوي بندیزونه لیرې کړي، خو طالبان وايي، د اسلام په چوکات کې يې د ښځو ټولو حقونه خوندي کړي او د زده کړو بندیز تر امر ثاني دی.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media









103news.com — быстрее, чем Я..., самые свежие и актуальные новости Вашего города — каждый день, каждый час с ежеминутным обновлением! Мгновенная публикация на языке оригинала, без модерации и без купюр в разделе Пользователи сайта 103news.com.

Как добавить свои новости в наши трансляции? Очень просто. Достаточно отправить заявку на наш электронный адрес mail@29ru.net с указанием адреса Вашей ленты новостей в формате RSS или подать заявку на включение Вашего сайта в наш каталог через форму. После модерации заявки в течении 24 часов Ваша лента новостей начнёт транслироваться в разделе Вашего города. Все новости в нашей ленте новостей отсортированы поминутно по времени публикации, которое указано напротив каждой новости справа также как и прямая ссылка на источник информации. Если у Вас есть интересные фото Вашего города или других населённых пунктов Вашего региона мы также готовы опубликовать их в разделе Вашего города в нашем каталоге региональных сайтов, который на сегодняшний день является самым большим региональным ресурсом, охватывающим все города не только России и Украины, но ещё и Белоруссии и Абхазии. Прислать фото можно здесь. Оперативно разместить свою новость в Вашем городе можно самостоятельно через форму.

Другие популярные новости дня сегодня


Новости 24/7 Все города России



Топ 10 новостей последнего часа



Rss.plus


Новости России







Rss.plus
Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России