یو.ان.اچ.سي.ار: له ایرانه کډوال داسې مهال راستنیږي چې خوندیتوب یې تضمین نه دی
ملګري ملتونه وایي، زرګونه افغانان داسې مهال هره ورځ له ایرانه راستنېږي چې افغانستان د بشري حقونو او بشري وضعیت له ناسم وضعیت سره مخامخ دی.
دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ ویاند په اسلام کلا بندر کې وکړې.