وزګاري او د بیو لوړوالی، هغه ننګونې دي چې په اړه یې ډېر شکایتونه کیږي
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وایي، بې کارۍ او د لومړنیو خوراکي موادو لوړو بیو د ژوند د بنسټیزو اړتیاوو د برابرولو په برخه کې په افغانستان کې د یو شمېر کورنیو توان محدود کړی دی.
دغه پروګرام په خپل تازه خپور شوي راپور کې ویلي، د افغانستان اقتصاد لا هم نازک دی او وده یې کمه پاتې شوې ده.