پاکستان د هند دا څرګندونې رد کړې چې په افغانستان کې یې عام وګړي وژلي
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د هند هغه څرګندونې رد کړې دي چې ګواکي پر افغانستان يې د بریدونو پرمهال ملکې وګړي وژلي دي.د وزارت وياند طاهر اندرابي د مارچ پر ۱۴مه په يو بيان کې د هند څرګندونې بې اساسه او بېځايه بللې دي.
د هند د بهرنيو چارو وزارت وياند رندير جېسوال د مارچ پر ۱۴مه ویلي ول چې د پاکستان بريدونو په افغانستان کې ملکي وګړو ته مرګژوبله اړولې ده خو اندرابي دا دعوه رد کړه.
اسلام اباد ټینګار کوي چې په افغانستان کې "د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او د اسلامي دولت (داعش) د خراسان څانګې" د وسلوالو پر پټنځایونو او مرکزونو یې حملې جاري ساتلې دي.
خو تر دې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) او د طالبانو حکومت هم په بیا بیا ویلي چې د پاکستان په بمباریو کې ملکي وګړي وژل شوي او ژوبل دي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان هوايي ځواکونو د مارچ پر ۱۲مه شپې مهال په کابل، کندهار، پکتیا او پکتیکا کې بریدونه وکړل چې په ځواب کې یې د طالبانو حکومت پر کوټه، کواټ (کوهاټ) او راولپېنډۍ د ډرون حملې وکړې چې د پاکستاني پوځ په وینا، اهدافو ته تر رسېدو مخکې یې وویشتې.