اسراییل؛ د ایران د استخباراتو وزیر اسماعیل خطیب وژل شوی
د اسراییلو د دفاع وزیر وايي،" د ایران د استخبارات وزیر اسماعیل خطیب د پرون شپې په بریدونو کې وژل شوی دی".تراوسه ایراني چارواکو په دې اړه څه ویلي نه دي.اسراییل کاتز نن چهارشنبې ویلي،" د ایران او حزب الله پر وړاندې جګړه نوې مرحلې ته داخلیږي او په ټولو جبهوو کې به مهم او ناڅاپي بریدونه وشي".د کاتز په ټکو، د اسراییلو صدراعظم او پوځ له تایید وروسته اجازه لري چې لوړپوړي ایراني چارواکي په نښه کړي.که چیرته د اسماعیل خطیب وژنه تایید شي، په دې سره به د هغوو لوړپوړو ایراني چارواکو شمیر ۴۰تنو ته پورته شي چې د اسراییلو او امریکا په بریدونو کې په نښه او وژل شوي دي.