د ژورنالستانو مرکز د افغان خبریال مهدي انصاري د خوشي کېدو هرکلی وکړ
د افغانستان د ژورنالستانو مرکز وايي، افغان خبریال مهدي انصاري په کابل کې له یو نیم کال بنده وروسته خوشي شوی دی.
دې مرکز ویلي د انصاري، چې په بګرام محبس کې بندي و، د خوشي کېدو هرکلی کوي خو په عین حال کې ټینګار کوي چې له دې کبله چې نوموړی له جلاوطنه رسنیو سره د همکارۍ په تور محاکمه او بندي شوی وو، اساسي حقونه یې نقض شوي دي.
مهدي انصاري تېر لمریز کال د تلې په ۴ مه د کابل په دشت برچي کې ونیول شو او وروسته لومړنۍ محکمې د طالبانو پرضد د تبلیغ په تور په یونیم کال حبس محکوم کړ.
وروسته یوې طالب پلوې رسنۍ د هغه یو اعتراف خپور کړ چې هغه په کې له جلا وطنه رسنیو سره د همکارې په خبره اعتراف کړی دی.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د اکتوبر په ۲ مه د ښاغلي انصاري اعتراف جبري وباله او په یو بیان کې یې دا د عادلانه محاکمې د اصولو او د خبریالانو د حقونو سرغړونه وبلله.