په هرات کې د نجونو د زده کړې دوه ټولنیز فعالان د طالبانو له خوا نیول شوي دي
یوشمیرسرچینې په هرات کې د نجونو د زده کړې د دوو ټولنیزو فعالانو د نیول کیدو خبرورکوي.
په هرات کې یوې سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو ځایي چارواکو په دې ولایت کې دوه ټولنیزفعالان قدوس خطیبي او فیاض غوري د شنبې په ورځ د وري په اتمه نېټه له غرمې وروسته ونیول.
دې سرچینې، چې د دغو فعالانو نږدې ملګرې ده او د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل هویت یې څرګند شي، وویل چې هغوی د نجونو د زده کړو په ملاتړ د ویډیوګانو او پوسټونو د خپرولو له امله نیول شوي دي.
د دې سرچینې په وینا، دا ټولنیز فعالان د هرات د اتمې حوزې په توقیف کې دي او تر شنبې شپې پورې د هغوی د خوشې کېدو هڅو نتیجه ورنکړه.
د دې فعالانو د نیولو موضوع ځینو کورنیو رسنیو هم راپور کړې ده.
د طالبانو حکومت تر دې مخکې هم لسګونه ټولنیز او مدني فعالان د نجونو د زده کړو د ملاتړ او یا د هغوی پر پالیسیو د نیوکو له امله نیولي او بندیان کړي دي.