سیمه ییز چارواکي وايي، د فاریاب په څو ولسوالیو کې د سیلابونو له امله ډیرې لارې تړل شوي دي
سیمه ییزچارواکي وایي چې د فاریاب ولایت په څو ولسواليو کې د سیلابونو له امله لارې تړل شوي دي.
د طالبانو ترکنټرول لاندې د باختر خبري آژانس د راپورله مخې په دې ولایت کې د ټولګټو د ادارې ریس مولوي حمیدالله دانش ویلي چې د سیلابونو له امله په ګرزیوان، فردوس او بلچراغ کې مواصلاتي لارې بندې شوې دي. نوموړي د احتمالي زیانونو په اړه څه ندي ویلي خو زیاته کړې یې ده چې د دغو لارو د خلاصیدو لپاره د خلکو په همکارۍ د اړوندو ادارو هڅې پیل شوي دي.
په عین حال کې په بادغیس کې د ورښتونو له امله د پنځو تنو د مړه کیدو راپورونه ورکړل شوي دي. په دغهَ ولایت کې د طالبانو د امنیه قومانداني ویاند صدیق الله صدیقي وایي چې د سیلونو له امله درې تنو د قادس ولسوالي په « شش مني ها» کلي کې او دوو تنو د یوې درې کلنې نجلۍ په شمول د دره بوم په ولسوالي کې ژوند له لاسه ورکړی دی.
په بادغیس کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست وایي چې د سیلونو له امله د دغو ځاني تلفاتو ترڅنګ خلکو ته مالي زیانونه اوښتې دي او یوشمیر زراعتي مځکې تخریب شوې دي.