رازق فهیم، افسر افغان او نورا احساس د شاعرۍ نړيوالې ورځې مېلمانه
د مارچ ۲۱مه نېټه د شاعرۍ نړيواله ورځ وه. ددې ورځ لمانځلو هدف د شاعرۍ له لارې د ژبني تنوع او ځانګړتياوو او له نابودۍ سره د مخامخ ژبو په ژغورلو کې مرسته کول دي. ددې ورځ په مناسبت مشال راډيو پښتو شاعرانو رازق فهیم، افسر افغان او نورا احساس سره يو بحث جوړ کړی دی.