روسی زده کوونکی د انلاین زده کړو لپاره ونې ته خېژي
![روسی زده کوونکی د انلاین زده کړو لپاره ونې ته خېژي](https://gdb.rferl.org/3255fca5-a0df-45b5-bc67-43805d0f0224_tv_w800_h450.jpg)
د روس په ځینو برخو کې هم د ټیلیفون او انټرنیټ سهولت کمزوری دی. لکه څنګه چې د کورونا وبا له کبله د انلاین زده کړو په لړ کې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان د غریزو سیمو زده کوونکي له ستونزو سره مخ دي او ځینې یې د انټرنیټ لپاره د غرونو څوکو ته خېژي، دغه شان د روس د سایبېریا سیمې په ځینو کلیو کې زده کوونکي بیا د انټرنيټ او ټیلیفون سیګنل لپاره ونو ته خېژي. الیکسي ډوډولادوف هم په دغو کې شامل دی. له نوموړي سره د ازادې اروپا روسي څانګې په دې رپورټ کې خبرې کړي چې منورشاه یې درته پښتو بڼه وړاندې کوي.