د پاکستان جمهوري تحريک پېښور جلسې په اړه ولسي غبرګون
![د پاکستان جمهوري تحريک پېښور جلسې په اړه ولسي غبرګون](https://gdb.rferl.org/34dbd58f-a77f-435e-b656-c205899d5016_tv_w800_h450.jpg)
په پېښور کې سبا (د نومبر پر ۲۲مه) د پاکستان د حکومت مخالفه ګوندونو اتحاد پاکستان جمهوري تحريک جلسه کېدونکې ده. که څه هم حکومت دغه اتحاد ته د کورونا وايرس خپرېدو له ويرې د جلسې کولو اجازه نه ده ورکړې خو د اپوزيشن مشران وايي چې دوی به هرو مرو ولسي غونډه کوي. په پېښور کې شبير احمد جان او عظمت علي شاه په ويډيويي راپور کې له ځايي خلکو د اپوزيشن د تحريک او د حکومت د کارکردګۍ په اړه پوښتلې دي.