دین محمد: د امریکا-طالبانو د هوکړې له ټولو جزئیاتو نه یم خبر
عزیز الله دین محمد ازادي راډیو سره د دوحې هوکړې د یو کلنۍ په ورځ ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې دا هم وویل چې د ملي مصالحې د عالي شورا د مرستیال په توګه دی هم د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې له ټولو جزئیاتو نه دی خبر.
ښاغلي دین محمد دا هم وايي چې د امریکا د نوي حکومت له خوا به د دغه هوکړې په بیا کتنه کې هم ډېر بدلون رانه شي.
له نوموړي سره زموږ همکار مرکه کړې:

