په سوډان کې د اوربند د موافقې د وخت په پوره کېدو بیا سخته جګړه شوې
د سوډان د پلازمېنې خرطوم په بېلابېلو برخو کې پرون د اوربند د موافقې د وخت له پوره کېدو وروسته جګړه شدیده شوه.
د خرطوم اوسېدونکو او فعالانو ویلي، چې په شمالي ډارفور کې د تازه تاوتریخوالي له کبله لږ تر لږه ۴۰ کسان وژل شوي دي.
د سعودي عربستان او د امریکا متحدو ایالتونو په منځګړیتوب د سوډان د پوځ او د چټک ملاتړ د ځواکونو په نوم د ملېشه ډلې ترمنځ اوربند د مې میاشتې پر ۲۲مه پیل شوی و او تېره شنبه یې مهلت پای ته ورسېد. دغه اوربند د جګړې شدت یو څه کم کړی و او په محدود ډول یې بشري مرستو ته زمینه برابره کړې وه.
تر دې مخکې په سوډان کې له لنډمهالو اوربندونو په وار وار سرغړونې شوې دي.