نړیوال جام؛ د هند اواسټرالیا ترمنځ پایلوبه پیل شوې
اسټرالیا د لوبې پچه ګټلې او توپ اچونه یې غوره کړې ده.
سیالي د احمداباد ښار په نریندر مودي لوبغالي کې ترسره کېږي.
د هند لپاره لوبډلمشر روحیت شرما او شبمن ګیل لوبه پیل کړه، خو ګیل وسوځید.
د دې سیالۍ نندارې ته په لوبغالي کې تر سلو زرو زیات نندارچیان ناست دي.

