په امریکا کې یوه بریدګر ۲ کسان مړه او ۸ نور ټپیان کړي
د امریکا په مېشیګن ایالت په یوه کلیسا کې په ډزو سره لږ تر لږه دوه تنه وژل شوي او اته نور ژوبل دي.د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا پېښه د «تاوتریخوالي وبا» یاد کړې ده.د پولیسو یوه مشر ویلیم ریني رسنیو ته ویلي چې د یوه ټپي روغتیايي حالت نازک دی.د دغه چارواکي په خبره پولیسو تر پېښې اته دقیقې وروسته بریدګر په یوه پارکنګ کې هدف وګرځاوه.پېښه د مورمون په کلیسا کې شوې او رسنۍ راپور ورکوي چې په سیمه کې اور هم لګېدلی.