د طالبانو ځینې مخالفې څېرې اسلام اباد کې غونډه لري
د پاکستان په پلازمینه اسلام آباد کې یو بنسټ نن د طالبانو د حکومت د یو شمېر سیاسي مخالفینو د غونډې کوربه توب کوي.
دا غونډه، چې سرلیک یې "د یووالي او باور په لور" دی، د افغانستان لپاره د ښځو (WFA) په نوښت جوړه او د سویلي آسیا د ستراتیژیک ثبات انسټیټیوټ لخوا یې کوربه توب کیږي.