د کابل د فوټبال غورهلیګ سیالیو په لړ کې ۳ لوبې ترسره شوې
د کابل د فوټبال د ۱۴کلونو د غورهلیګ سیالیو په لړ کې نن یکشنبه مکروریان له کابل کلپ، شمالي هندوکش له پامیر او اردو له عدالت سره لوبه وکړه.
د فوټبال فدراسیون د نشراتو مسؤل شفیع شاداب ازادي راډیو ته وویل، مکروریان «۳/۰» کابل کلپ، شمالي هندوکش «۳/۰» پامیر او دغه شان عدالت «۱/۰» اردو ته ماتې ورکړه.
د دغه لیګ په لړ کې تېره ورځ استقلال او عدالت لوبډلو لوبه «۱/۱» مساوي کړه، خو حمزه لوبډلې « ۰/۳» اردو او لویديځ هندوکش «۰/۱» رسول شهید ته لوبه وبایلله.
د کابل د فوټبال د ۱۴ کلنو لیګ درې میاشتې مخکې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ پیل شوی چې سبا سې شنبه پای ته رسېږي.