کندز کې یو شمېر ټکسي چلوونکي د ټرافیک پولیسو له چلنده شکایت کوي
په کندز ښار کې یو شمېر ټکسي چلوونکي شکایت کوي چې هره ورځ له دوی څخه په ښار کې د کار کولو پر مهال ټرافیک پولیس له ۵۰ افغانیو تر ۲۰۰ افغانیو غیر قانوني پیسې اخلي، خو که چېرې پیسې ورنهکړي، نو په بېلابېلو پلمو یې ځوروي.
دوی وایي چې له دې لارې د خپلې کورنۍ ستونزې هواروي، خو د ټرافیکو له ځورولو څخه په تنګ راغلي دي.
بلخوا د کندز د ټرافیکو عمومي مدیر عبدالقادر جیحون وايي چې تر اوسه پورې دغې ادارې ته د ټکسي چلوونکو شکایت نهدی ور رسېدلی، خو که چېرې ټرافیک د غیر قانوني پیسو اخیستلو پر مهال ګېر کړي، له دندې بهیې ګوښه او عدلي او قضايي ارګانونو ته بهیې وسپاري.
د کندز د ټرافیکو د مدیر د معلوماتو له مخې، اوسمهال څه باندې ۳۰۰۰ عرادې رېکشا ګانې او نږدې ۲۰۰۰ بېاسناده ټکسي موټر به دې ښار کې کار کوي چې له کبلهیې په ښار کې ګڼه ګوڼه هم زیاته شوې ده.