ترکیه وايي ښايي په سوریه کې د امریکا پر متحدو وسلهوالو حمله وکړي
![ترکیه وايي ښايي په سوریه کې د امریکا پر متحدو وسلهوالو حمله وکړي](https://gdb.rferl.org/2AD18290-9E9D-40D3-8058-DAF800935FD1_w800_h450.jpg)
ترکیې خبرداری ورکړی دی چې په سوریه کې د کردانو په مشرۍ د امریکا پر متحدو وسلهوالو ښايي برید وکړي.
روسیې، سوریې او ترکیې پر امریکا انتقاد کړی چې د سوریې په شمال کې یې د کردانو په مشرۍ د ملېشو د ۳۰ زره کسیز سرحدي ځواک په جوړولو کې مرسته کړې ده.
ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون وویل متحده ایالات اوس اعتراف کوي چې زموږ د هېواد په اوږدو کې یو ترورېستي ځواک جوړوي.
اردوغان زیاته کړه، اوس زموږ مسؤلیت دی چې دا ترورېستي ځواک له جوړېدو مخکې ویجاړ کړو.
اردوغان وویل د سوریې د شمال په افرین سیمه کې د کردانو په مشرۍ پر ځواکونو د حملې لپاره تیارۍ بشپړې شوي.
هغه زیاته کړه په دې سیمه کې د امریکايي ځواکونو له حضور سره سره ښايي دا عملیات هره شېبه پیل شي.
دمشق د دې سرحدي ځواک جوړېدل د خپل ملي حاکمیت پر ضد ښکاره برید او له نړیوالو قوانینو سرغړونه بللې ده.
د امریکا په مشرۍ ائتلاف ویلي چې هدفیې دا دی چې په راتلونکو څو کلونو کې شااوخوا ۳۰ زره کسیز سرحدي امنیتي ځواک جوړ کړي.
په پام کې ده دغه ځواک د هغو سیمو په پولو کې ځای پر ځای شي چې د سوریې د ډموکراتیکو ځواکونو تر ولکې لاندې دي.
د امریکا په مشرۍ ائتلاف وایي، شااوخوا ۲۳۰ تنه اوسمهال په لومړنیو روزنو بوخت دي.