په خوست کې د منګلو او مقبلو قومونو ترمنځ لانجه حل شوه
د دوشنبې په ورځ په خوست کې د منګلو او مقبلو قومونو ترمنځ د بازي غر او سنځلې دښتې پر سر د لسګونه کلونو قومي لانجه چې د ګڼو مالي زیانونو تر څنګ د دواړو خواوو شااوخوا ۶۰ کسانو ته پهکې مرګ ژوبله رسېدلې وه، د سوېل ختیځ زون د مشرانو په منځګړیتوب حل او پرېکړهيې ابلاغ شوه.
منګل او مقبل څه کم دوه میاشتې مخکې هم مورچو ته سره ختلي وو او پر یو بليې د درنو او سپکو وسلو ډزې کولې چې د مرکزي حکومت د یوه پلاوي په منځګړیتوبيې جګړه ودرول شوه او ورسره د یادې لانجې د عادلانه حل ژمنه شوې وه.
د منګلو او مقبلو ترمنځ د بازي غر او سنځلې دښتې پر سر د دواړو قومونو ترمنځ چې له لسیزو وړاندې قومي لانجه د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په لارښوونه د سوېل ختیځ زون د شپږو ولایتونو له یو شمېر مخورو څخه د جوړې شوې جرګې لهخوا حل شوه.
د خوست والي حکم خان حبیبي د ازادي راډيو مشال څانګې ته وویل چې د مقبلو او منګلو قومونو ترمنځ د ځمکې پر سر لانجه د دواړو لورو په رضایت حل و فصل شوه.
بلخوا د پرېکړې دواړه خواوې هم د سوېل ختیځ زون د قومي مخورو پرېکړې ته خوشاله دي او وايي، له دې مخکې يې ژوند له کړاونو سره مخ و او حتی ماشومانيې ښوونځیو ته نشو لېږلای چې په دې پرېکړې سره د واړو لورو ښځې او ماشومان له ځور او اندېښنو خلاص شول.