شام کې کيماوي بريدونه: رېکس ټېلرسن پر روس نيوکې کړي
په شام کې فعالانو ادعا کړې چې د بشارالاسد رژيم د جنورۍ په دوه وېشتمه د دمشق سره نيزدي د ياغيانو تر کنټرول لاندې سيمه کې زهرجن ګېس کارولی دی چې پر نيزدي شلو (۲۰) کسانو يې اغېز کړی دی. د شام حکومت د دې کيماوي حملې کول ردوي.