فاریاب کې د برښنا جریان د څووم ځل لپاره پرې شوی
راپورونه وايي چې په فاریاب ولایت کې د جګړې او ډزو له کبله د برښنا جریان د څووم ځل لپاره قطعه شوی دی.
د فاریاب د برښنا رئیس سید حمید اغا د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:
"دې ولایت ته د برښنا غځېدلی لاین د خواجه سبز پوش ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسلهوالو طالبانو ترمنځ د جګړې له کبله پرې شوی دی."
د فاریاب د برښنا رئیس وايي، په وروستیو ۱۰ میاشتو کې لسګونه ځله د میمنې د ښار او څلورو نورو ولسوالیو د برښنا مزي د جګړو په ترڅ کې پرې کېږي او د برښنا شرکت ته دروند مالي زیان اړوي.
فاریاب د سرپل او جوزجان ولایتونو په څېر د ترکمنستان له وارداتي برښنا استفاده کوي.