فرانسه کې ملا طارق رمضان د جنسي تیري په تور نیول شوی
![فرانسه کې ملا طارق رمضان د جنسي تیري په تور نیول شوی](https://gdb.rferl.org/660A248F-ADA7-4280-8A55-59D32B351079_w800_h450.jpg)
په فرانسه کې یو پېژندل شوی ملا طارق رمضان د جنسي تیري په تور نیول شوی دی.
د فرانسې چارواکو پرون وویل، ۵۵ کلن رمضان څخه د ابتدايي څېړنو په خاطر پوښتنې ګروېږنې شوې دي.
په فرانسه کې د مسلمانو ښځو د حقونو یوې فعالې هینده عیاري ادعا کړې چې طارق رمضان پرې په ۲۰۱۲میلادي کال کې په پاریس کې د دې د هوټل په خونه کې جنسي تیری کړی دی.
یوې بلې ښځې چې غواړي نوم یاد نهشي ویلي، طارق رمضان پرې په ۲۰۰۹ میلادي کال کې د فرانسې په لیون ښار کې په یو هوټل کې د پاتې کېدو پر مهال جنسي تیری کړی دی.
طارق رمضان چې په مصر کې د اخوان المسلمین د ډلې د یو مهم بنسټګر لمسی دی، پر ځان لګیدلي تورونه رد کړي دي.
د نوموړي مدافع وکیل وايي، هغې ښځې چې د جنسي تیري دعوه کوي، د طارق رمضان د بې ابرو کولو توطیه یې جوړه کړې.