بدخشان: جرم ولسوالۍ ته چې د زلزلې مرکز و اړین توکي وراستول شوي
د بدخشان ولایت چارواکي وايي، د جرم ولسوالۍ ته چې د پرونۍ زلزلې مرکز و، ضروري مرستې استول شوي دي.
د بدخشان د والي مرستیال ګل محمد بیدار پرون په دې اړه ازادي راډیو ته وویل، د زلزلې له کبله دغلته درې تنه برسېرن ټپیان شوي دي.
"تر اوسه د هغې زلزلې له کبله چې د چهارشنبې د ورځې په ۱۱ نیمو بجو وشوه، بله هېڅ سیمه کې د تلفاتو او زیانونو راپور نهدی ورکړل شوی. که په بدخشان کې د زلزلې له کبله د کوم زیان راپور راشي، موږ د ولسوالیو په سطحه د مرستې رسولو ټیمونه لرو."
د بدخشان د جرم ولسوالۍ په دې سیمه کې د حکومت د مخالفو وسلهوالو له مرکزونو ګڼل کېږي.
خو د بدخشان د والي مرستیال دا رد کړه چې مخالف وسلهوال دې په جرم کې د ولسوالۍ په سطحه فعال حضور ولري.
پرون د ریښتر په کچه شپږ عشاریه یو زلزلې د افغانستان، پاکستان او تاجکستان ځینې برخې لړزولي دي.