مطفي: د فبروري په پای کې به د ټاپي نل لیکه افغانستان ته ورسېږي
![مطفي: د فبروري په پای کې به د ټاپي نل لیکه افغانستان ته ورسېږي](https://gdb.rferl.org/E29721A6-D863-4D73-991A-C45C23CEDAF0_w800_h450.jpg)
د افغانستان د کانونو او پټرولېم وزارت مسؤلین وایي چې د روان کال د فبرورۍ میاشتې په وروسیتو کې به د ټاپي پروژې نل لیکه افغانستان ته راورسېږي.
د دغه وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي نن ازادي راډیو ته وویل چې د دغه پروګرام د پرانیستلو او نورو پرمختګونو لپاره چمتووالی روان دی.
دی وايي، په دې برخه کې پر اوو هوکړه لیکونو چې د اجرا وړ دي هم توافق شوی دی.
نوموړی زیاتوی چې افغانستان ته د ټاپي د نل لیکې په رارسېدو سره به هغه نقشه چې د دغې پروژې د عملي کېدو لپاره پلان شوې او د ماینونو د سیمو پاکول، د ځمکو استملاک او تخنیکي مسایل په کې شامل دي هم عملي شي.