د اسلام کریموف لور یونسکو سازمان کې خپله دنده پرېږدي
لاله کریمووا-تیلیایوا پنځه میاشتې مخکې ویلي و چې استعفا کوي، خو نن یې په ټولنیزو رسنیو کې پر خپلو اکاونټونو لیکلي چې په یونسکو کې یې د کار وروستی ورځ ده.
هغې زیاته کړې چې د کلتور، زده کړو، ساینس او چاپیریال په مسئلو کې به په خپلو پروژو کار ته دوام ورکړي.
کریمووا-تیلیایوا وايي، د معیوبو ماشومانو سره د مرستې په خاطر به بشري چارو ته به هم دوام ورکړي.
د اسلام کریموف بله لور ګلناره کریموا چې یو مهال پاپ سندرغاړې، د فشن ډیزاینره او ډیپلوماټه وه، دا مهال د دولت تر نظر بندۍ لاندې ده.