پولیس: تر ۳۰ زیات بخښل شوي تاجکستاني وسلهوال بېرته داعش ته تللي
د تاجکستان په شمال کې د سغد ولایت د پولیسو مشر قدرتالله نظر زاده نن خبریالانو ته وویل، د سغد ۳۴ هغه کسان چې په منځني ختیځ کې له داعش سره تر یو ځای کېدو وروسته تاجکستان ته ستانه شوي، بېرته سوریې او عراق ته تللي دي.
نظر زاده وویل:
"موږ له ۷۲ کسانو سره مرسته کړې وه چې په سغد کې بېرته خپلو کورونو ته راستانه شي، له دې ۷۲ کسانو څخه یې ۳۴ کسان بېرته سوریې او عراق ته تللي، خو نورو یې عادي ملکي ژوند پیل کړی دی. "
تاجکستان په ۲۰۱۵ میلادي کال کې په خپل جنايي قانون کې بدلون راوست چې له مخې یې چارواکي کولی شي هغه کسان له سزا معاف کړي چې په بهر کې له وسلهوالو ګروپونه سره تر یوځای کېدو وروسته په خپله خوښه خپل هېواد ته ستنېږي او په کړي جرم پښیماني ښيي.
په لسګونو کسان د دې بخښنې له مخې چې د چارواکو په وینا یوازې د هغو لپاره ده چې په تاوتریخوالي کې لاس ونهلري بخښل شوي دي.
د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت وايي، شاوخوا ۱۱۰۰ تاجک اتباع په سوریې او عراق کې د سخت دریځو ډلو سره د یو ځای کېدو په خاطر دې هېوادونو ته تللي.
له دې جملې شاوخوا ۳۰۰ تنه یې په جګړو کې وژل شوي او د ۲۰۱۵ میلادي کال راهېسې د سلو په شاوخوا کې یې بېرته تاجکستان ته ستانه شوي دي.