کندهار کې ۳ پولیس په یوه وسله واله حمله کې وژل شوي
د کندهار د درېیمې امنیتي حوزې سېمه کې درې پولیس په یوه وسله واله حمله کې وژل شوي دي.
یوې باوري امنیتي سرچینې ازادي راډيو ته وویل چې دغه درې پولیس نن سهار هغه مهال وژل شوي چې په تلاشۍ بوخت وو.
حمله کووونکي چې پر موټر سایکل سپاره وو، له سیمې تښتېدلي دي.
د کندهار امنیه قومانداني یوازې پېښه تأییدوي.
تراوسه د یادې پېښې مسؤلیت چا نه دی منلی.
دا په کندهار ښار کې تقریباً هره ورځ ورته وسله والې حملې کېږي.
څو ورځې وړاندې هم د دوهمې حوزې په سېمه کې درې تنه د نامعلومو وسله والو کسانو له لوري وژل شوي وو.