چارواکي: په غزني کې هوايي بریدونو ۵ وسلهوال طالبان وژلي
د غزني ولایت سیمهییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په ګېلان ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو د هوايي بریدونو پر مهال، ۵ وسلهوال طالبان وژل شوي.
د والي ویاند محمد عارف نوري نن چهار شنبه ازادي راډيو ته وویل چې بهرنیو ځواکونو دغه بریدونه نن سهار شااوخوا ۵ بجې د دغه ولایت د ګېلان ولسوالۍ اړوند دایره سیمه کې د وسلهوالو طالبانو پر یوه جوړه شوې غونډه کړي دي.
نوموړی وايي چې په وژل شویو کې د وسلهوالو طالبانو یو مهم قوماندان هم شامل دی.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نهدي ویلي.